تازه خبرونه

له افغانستان څخه د سولې او امنیت په هیله ځم – یاماموتو

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ یا يوناما مشر تاداميچي ياماموتو په افغانستان کې د خپل ۵ کلن ماموريت پر وروستۍ ورځ یوې خبري ناستې ته د شنبې پر ورځ  د وري ۲ څرګنده کړه، چې افغانستان ته د سولې  او امنيت راګرزیدل یې هیله ده او په همدې هيله له دې هېواده ځي.

د يوناما مشر ویلي، چې ملګري ملتونه له افغان ولس سره په ګډه هلې ځلې کوي، چې افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لرونکی شي.

ښاغلي ياماموتو دا هم په ډاګه کړې، چې ۲۰۲۰ کال به د ميليونونو افغانانو لپاره د سولې او ثبات زیری ولري؛ خو اوس هم ځينې مهمې ستونزې شته، چې افغانان يې باید د حل لپاره چټک او ډاډمن ګامونه پور ته  او خنډونه له مخې لیرې کړي.

تداميچي ياماموتو له خپلو افغان همکارانو مننه وکړه او له دوی سره ګډ پېنځه کلن کار یې ځانته  ستر ویاړ وباله.

هغه ټینګار کړی، چې: زه بشپړ باور لرم، چې افغانان د خپلو وړتیاوو له مخې بریالي کیدی شي.

هغه خپله وینا له دې ډاډ سره پای ته ورسوله، چې ملګري ملتونه به په راتلونکي کې هم د افغانانو تر څنګ خپلې هڅې روانې ساتي.

Trending

Exit mobile version