تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمېر ۴۸۴ ته پورته شو
د هرې ورځې په تیریدو سره، افغانستان کې د کرونا ویروس په رنځ د اخته کسانو شمیره مخ پر لوړیدو ده او ډیرې ولایتونو کې یې مثبتې پيښې موندل شوي.
که څه هم فیروز الدین فیروز، د عامې روغتیا وزیر، وايي چې په هیواد کې ټول روغتونونه د وی تر څارنې او کنټرول لاندي دي، خو په ځينو مواردو کې ډاکټران هم په دې ناروغۍ اخته شوي، آن دا چې د یوه خصوصي روغتون یوه ډاکټر له همدې کبله ژوند له لاسه ورکړې.
د عامې روغتیا وزیر وايي چې د رابعه بلخې په روغتون کې د یوې شکمنې پيښې پایلې منفي تثبیت شوي خو بیا هم ناروغ کس تر قرنطین لاندې نیول شوې.
بل خوا، فهیم هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست، وایي چې دغه وزارت داسې یو سافټویر جوړ کړی چې د کرونا رنځ په هکله په رڼه توګه د ناروغانو پایلې او ارقام کښی خپریږي. په دغه کمپیوټري برنامه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو ځایونه څرګندیږي څو هغو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وشي.
د ویلو وړ ده چې کابل کې د کرونا ویروس له کبله په لګول شوي ګرځبندیز کې سختوالی راغلې او پولیس خلک نه پریږدي چې له جدي اړتیا پرته په ښار کې تګ او راتګ وکړي.