تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس ۷۱۴ کسان اخته او ۲۳ مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې د کرونا ویروس ۴۹ نوې مثبتې پېښې په لاندې ډول ثبت کړي(کابل ۱۸، کندهار ۱۵، بلخ ۶، هرات ۴، غزني ۴ او ننګرهار ۲) چې له دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ کسانو ته رسیږي؛ ۴۰  رغیدلي او  ۲۳ مړه شوی دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې: په افغانستان کې کرونا ویروس د ډېریدو په حال کې دی؛ کابل، کندهار او هرات د افغانستان د ولایتونو په سر کې راځي.  

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي؛ تر اوسه په هېواد کې کرونا ویروس تر یوه حده کابو شوی دی.

هغه ټینګار کوي؛ که تر راتلوونکیو دوه میاشتو پورې وضعیت جدي مدیریت شي کیدی شيو چې افغانستان عادي حالت ته وروګرزي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په جومات، بازار، پارلمان، دولتي ادارو او نورو ټولو ځایو کې باید د راټولیدنې بهیر ودریږي.  

دغه رازپه کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپآره د ماسک جوړولو کارخانې هم په کار پیل کړی، چې په ورځ کې  پنځوس زره ماسکونه او لس زره محافظتی کیتونه تولیدولی شي.

د عامې روغتیا وزیر داډ څرګند کړی، چې د دغې کارخونې له تولیداتو سره به له بهره د ماسکونو او کیتونو له واردولو خلاص شو.

د سپیډ هولوګرام کارخانې رییس محمد الله کاکړ وایي، چې مونږ لومړنی تړون له عامې روغتیا وزارت سره لاسلیک کړ، چې په مناسب نرخ به ورته ۵۰۰ زره ماسک او ۱۰۰ زره کیت تولید کړو.         

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه سپارښتنې خپرې کړې؛ خو اوس هم خلک دا سپارښتنې لکه حنګه، چې ښایی په پام کې نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې له کرونا ویروس یا کووید-۱۹ ناروغۍ سره د فعالې مبارزې د پیاوړیتوب په موخه د پیسو نړیوال صندوق (آی ام اف) اجرائیوي بورډ د افغانستان په ګډون د ۲۵ هېوادونو د پور سمدستي بښل هوکې کړل.

Trending

Exit mobile version