تازه خبرونه

په افغان ـ جاپان روغتون کې د نه پاملرنې له کبله ناروغ ساه ورکړې ـ د ناروغ ورور

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۳۹۹)

د ډاکټر یوسف آریوبی ورور په کابل کې د افغان جاپان روغتون د  خپل ورور په معاینه کې پر بې پروایۍ تورنوي، چې څو ورځې مخکې د کرونا ویروس له کبله مړشو.

د دغه ډاکټر ورور ویلي؛ د معاینې په نتایجو کې د ځنډ له کبله یې اوس ټوله کورنۍ پر کرونا ویروس اخته شوې ده.

په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۶ نوې پېښې ثبت شوې؛ ۳۷ یې په کابل، ۱۱ په هرات، ۶ په بلخ، یوه په ننګرهار او یوه هم په لغمان ولایت کتل شوي، چې له دې سره مو په هېواد کې د کرونا د ټولو ناروغانو شمېر ۸۴۰ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي؛ پېښې له دې ډېرې دي، چې مونږ یې په ډاګه کوو او علت یې هم دادی، چې خلک روغتونونو ته نه راځي.     

که څه هم د عامې روغتیا وزارت تل ویلي، چې د کرونا ناروغانو ته یې پاملرنه کړې؛ خو په کابل کې د اندراګاندي روغتون د یوه ډاکټر ورور وایي، د افغان – جاپان روغتون لخوا د معایناتو د پایلو د ځنډولو له کبله یې ټوله کورنۍ پر کرونا ویروس اخته شوې ده.

د هغه ورور، چې څو ورځې وړاندې د کرونا له امله مړ شو؛ افغان جاپان روغتون ته د معاینې په موخه وروستل شوی و.

د عامې روغتیا وزات هم ستونزه مني او وایي، د ستونزې د حل په موخه چتکې هڅې په پام کې دي.

 د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ کرونا ویروس د بېلابېلو عمرونو خاوندان نیولي دي.

۱ ـ اووه کسان له یوه تر اووه کلو عمر لري.

۲ ـ ۵۹ کسان له ۱۰ تر ۱۹ کلونو پورې عمر لري.

۳ ـ ۲۵۶ کسان له  ۲۰ تر ۲۹ کلونو عمر لري.

۴ـ ۲۳۱ کسان له ۳۰ تر ۳۹ کلونو عمر لري

۵ـ ۱۳۰ کسان له ۴۰ تر ۴۹ کلونو عمر لري.

۶ـ ۸۴ کسان  له ۵۰ تر ۵۹ کلونو عمر لري.

۷ ـ ۵۲ کسان له ۶۰ تر ۶۹ کلونو عمر لري.

۸ـ  ۱۳ کسان له ۷۰ تر ۷۹ کلونو عمر لري.

۹ـ اته کسان هم له ۸۰ کلونو ډېر عمر لري.

تراوسه د کرونا ویروس له کبله په ټول افغانستان کې دېرش کسان مړه شوي او ۵۴ نور روغ شوي دي.

Trending

Exit mobile version