تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې له ۹۰۰ واوښتې

Published

on

د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۶۶ مثبتې پېښې موندل شوي، چې ۲۶ یې په کابل دي.

کرونا ویروس، چې په نړیواله وبا اوښتی په افغانستان کې هم پرې د اخته شویو کسانو شمېر مخ پر لوړیدو دی. دغه ناروغي د هېواد ۳۰ ولایتونو ته خوره شوې؛ خو په هرات او کابل کې د دغه ویروس ډیرې مثبتې پېښې موندل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس شپږ شپېته مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په کابل کې شپږویشت او په کندهار کې پېنځلس او هرات کې ۵ تازه پيښې موندل شوې دي. په ټولیزه توګه اوس په افغانستان کې نهه سوه شپږ کسان پر کورونا ویروس اخته دي.

 د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه له کرونا ویروس څخه  نهه نوي کسان بېرته روغ شوي او د پېنځه څلوېښت نورو ناروغانو په روغتیا کې ښوالی راغلی دی.

د ښاغلي مایار په وینا؛ ۴۳ کسان په هرات او یو – یو په کندهار او غور ولایتونو کې له دې ناروغۍ روغ شوي، چې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر نهه نوي ته رسیږي؛ خو تر اوسه ۳۰ کسانو د دغې ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم په افغانستان کې په لویو غونډو او ګڼه ګوڼې پر جوړولو محدودیتونه لګول شوي؛ خو د زندانیانو په منځ کې د دغې ناروغۍ د ريښو د ودې په اړه اندېښنې مخ په ډېریدو دي.

تازه په خواله رسنیو کې د چرخي پله زندانیانو ویډيو لاس په لاس کیږي، چې په وړو کوټو کې ګڼشمېر کسان اچول شوي دي.

د چرخي پله زنداني عبدالحمید خراساني ویلي زندانیان په وېره کې دي، چې کرونا ویروس به یې لاندې کړي. له همدې کبله یو شمېر زندانیانو د اعتراض په توګه خولې پر سیمانو ګنډلي دي.

حکومت تر اوسه د کرونا ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره پېنځه زره کسان له زندانونو خوشې کړي دي.

له دې ټولو سره سره کرونا ویروس په هېواد او په ځانګړي توګه په پلازمېنه کابل کې د چټکې خوریدا په حال کې دی. چارواکي له خلکو غواړي، چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

Trending

Exit mobile version