تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۳ ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۳۹۹)

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په ډیرېدو دی او په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له ۲۷ نویو مثبتو پېښو څخه په کابل کې دولس، په پکتیا کې اووه، په لوګر کې څلور، په هرات کې دوه، په بامیان کې یوه او په دایکندي کې هم یوه پېښه ثبت شوې ده.

په هېواد کې د کرونا ویروس یا کووید – ۱۹ د ټولو ناروغانو شمېر ۹۳۳ ته رسیدلی، چې  یې۱۲ روغ شوي او درې اعشاریه دوه سلنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرویز ویلي، چې د مثبتو پېښو په شمېر کء ورځ تربلې ډېروالی راځي او د مخنیوي لپاره یې باید ټول په ګډه هحې وکړو، چې د خوریدو مخه یې ونیول شي.   

د عامې روغتیا وزیر ریاته کړې، چې د کووید – ۱۹ ناروغانو ته د آسانتیاوو برابرولو هڅې روانې دي.

د دارالامان ماڼۍ، چې اوس د ناروغانو لپاره ۲۰۰ بسترونه لري؛ د عامې روغتیا د وزیر لخوا د کرونا ویروس اخته کسانو لپاره ځانګړې شوه.

نوموړي ویلي؛ په دې ځای کې هغه کسان ساتل کیږي، چې د کرونا ویروس نښې یې خفیفې وي او یا په کور کې روغتیایي آسانتیاوې نلري.

د عامې روغتیا وزارت څرګندوي؛ تراوسه هغه پيسې ان د نړیوالو بنسټونو په واک کې نه دي ورکړ شوي، چې اروپایي ټولنې او نړیوال بانک یې د مرستې ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version