تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په کابل، هرات، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د کرونا ویروس دېرش پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار زیاته کړې؛ په هیواد کې د کرونا ویروس له ۳۰ مثبتو پېښو څخه په کابل کې پېنځلس، په هرات کې شپږ، په کونړ کې څلور، په لغمان کې هم څلور او په ننګرهار کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو ناروغانو شمېر یو زر او ۲۶ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه وزارت ۱۱۰ روغتیایي کارکوونکي هم پر کرونا ویروس اخته شوي، چې تر دې دمه یې څلور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې: له یادو اخته روغتیایي کارمندانو څخه ۹۰ یې نرینه او ۲۰ نورې ښځینه دي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي؛ په هرات کې ۵۱ کسان او په کندهار کې ۲۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې تراوسه څلور ډاکټران په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

دغه راز له کرونا ویروس څخه د روغو شویو کسانو شمېر ۱۳۵ او د مړو شویو ۳۶ ته رسیږي.

لیدل کیږي، چې د کابل اوسیدونکي د کرونا ویروس د خپرېدو د ډېروالي د مخنیوي په موخه کړې سپارښتنې په پام کې نه نیسي؛ خو د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي، چې د کرونا ویروس له ناروغۍ څخه د ژغورنې یوازنۍ لار په کور کې پاتې کیدل دي.

Trending

Exit mobile version