تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۶۲ ته ورسیدې
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په ۱۵ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۲۷مثبتې پېښې ثبت شوي؛ ۹ کسان له کرونا روغ شوي او ۳ کسانو ترې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د کورونا ویروس له ۱۲۷ مثبتو پېښو څخه ۵۳ په کندهار، ۲۱ په بلخ ، یوولس په کابل، لس په تخار، پېنځه په ننګرهار، پېنځه په پنجشیر، ۱۱ په پکتیا، ۲ په غزني، ۲ په فراه، ۳ په ، هرات او په لغمان، دایکندي، پروان او نیمروز ولایتونو کې هم یوه – یوه مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پيښو شمېر دیارلس سوه دوه شپېته شو.
د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتون رييس نظام الدین جلیل وايي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا درې ناروغان په کندهار کې مړه شوي او په هرات او کندهار کې نهه کسان بېرته روغ شوي دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ کابل، هرات، کندهار ولایتونه په ترتیب د کورونا ناروغانو د شمېر له مخې په لومړي، دوه یم او درېیم ځای کې دي.
که څه هم د کرونا ویروس لومړۍ پېښه په هرات کې ثبت شوه؛ خو اوس دغه ویروس په کابل او کندهار کې په چټکه توګه د خوریدو په حال کې دی.