تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۰۳ ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس  ۱۷۲  مثبتې پېښې ثبت شوي او د ټولو مشبتو پېښو شمېر هم ۱۷۰۳ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار زیاته کړې، چې د نورو ولایتونو په پرتله ډېرې مثبتې پېښې په بلخ، هرات او کابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي ګواښ کړی، چې هېواد مو د دغه ویروس د بشپړې ودې پر لوري روان دی او هېواد وال باید د عامې روغتیا سپارښتنې سل سلنه ومني.

Trending

Exit mobile version