تازه خبرونه

په افغانستان کې پانګوال ډاډمن نه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په افغانستان کې نه یوازې پانګوال ډاډمن نه دي، بلکې د پانګونې خنډونه، لوړمالیات، اداري فساد، ناامني، ټولنیزې ننګونې او نورې ستونزې هغه عوامل دي، چې پانګوالو ته یې شرایط ستونزمن کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال  خانجان الکوزی وایي، د څه باندې یوې لسیزې په تېرېدو اوس هم پانګوالو ته لازم شرایط نه دي برابر او پانګوال لازم خوندیتوب نه لري.

د نوموړي په وینا؛ پانګوال له سختو شرایطو سره مخ دي او د سترو خطرونو په منلو یې پانګونه کړې او امنیتي مصونیت نه لري.

ځینې سوداګر خبرداری ورکوي، چې که دولت نه شي کولی د دوی پانګه خوندي کړي،؛ دوی به خپله پانګه نورو هېوادونو ته ولیږدوي.

سوداګر عمروایي، په افغانستان کې یې له مالي او امنیتي تظمین پرته پانګونه کړې ده.

سوداګر مسیح وایي، امنیتي ګواښونو د سوداګرو کار وبار زیانمن کړی دی.           

ذبیح الله قریشي  له ۱۵ کلونو راهیسې په سوداګرۍ او د برښنایي وسایلو په پلور بوخت دی؛ هغه هم د خوندیتوب له نه شتون شکایت کوي.

نوموړي ویلي، چې ناامنیو اړ کړي یو، چې خپله پانګه نورو هېوادونو ته ولیږدوو او په دې توګه ځان او مال خوندي کړو.

نوموړي دا هم ویلي ، چې خپاه پانګه نورو هېوادونو ته لیږدول مو د خپل هېواد په زیان ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، د سوداګرو په وړاندې ناامني ستره ستونزه ده او دا د دې سبب شوې، چې پانګوال له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د سوداګرۍ خونې په وینا؛ که حکومت پانګوالو ته لازمه پاملرنه ونه کړي، سوداګر اړ دي د مالي او امنیتي ستونزو له مخې  نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

خبریال: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version