تازه خبرونه

په افغانستان شپږ میلیون ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندېښنه څرګندوي، چې افغان ماشومان خوندي نه دي او دم ګړۍ شپږ میلیون ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

د کابل په ګڼه ګوڼه کې د د ډوډې موندلو لپاره د ماشومانو له نازکو اوازونو سړي ته ښکاري، چې په دې ځای کې ماشومان خپل ورځني ژوند ته څومره ستونزې ګالي؛ ناامنیو زیاتره کورنۍ اړکړي، چې ښارونو ته مخه کړي او د ډوډي موندلو دروند بار پر ماشومانو ور واچوي.

د لس کلن سمیر لینګي ښايي د دې جوګه نه وي، چې د ایسکریمو دروند بایسکل وچلوي؛ خو خوارۍ دې کار ته اړ کړی او وایي تر غرمې ښوونځي ته ځم او بیا آیس کریم پلورم.

یو شمېر نور ماشومان فلز کاري کوي او ښايي کار پرې زورور وي.

 د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره خبرداری ورکوي، چې هر څومره ژر باید په افغانستان کې د ماشومانو دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی کیښودل شي.

ماشومان، چې د یوې ټولنې راتلونکې بلل کیږي، له همدې ځایه کیدای شي د افغانستان راتلونکې تصور شي.

په  افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ ادارې وایي، چې نږدې شپږ میلیون افغان ماشومان په ډېرو نازکو شرایطو کې ژوند کوي، چې دوه میلیون یې په درندو او شاقه کارونو کې بوخت دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي وايي؛ هغه پالیسۍ، چې د افغان ماشومانو لپاره جوړې شوي نشي کولي د افغانستان د ماشومانو غوښتنې بشپړې او ترې ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا؛ ټول سکتوري وزارتونه باید د ماشومانو ملاتړ ته راودانګي او غوښتنې یې پوره کړي.

د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې ادارې ویانده مریم عطايي وایي، هغه دوه ملیلیون ماشومان، چې په سړکونو او کارخونو کې کار کوي نه یوازې له ښوونځیو پاتې کیږي، بلکې روغتیایي خدمتونه هم نه وررسیږي.

د نوموړې په وینا؛ په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی او باید ترې هر اړخیز ملاتړ رامنځته شي.    

د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د افغانستان ښوونیز، امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حالت مخ په ځوړ دی، چې ښايي د ټولنې د نورو برخو په څېر یې پر ماشومانو هم اغېزې ناوړه وي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version