تازه خبرونه

په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرولو پلان به جګړه نوره هم پراخه کړي- طالب مشر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې د ترمپ اداره لګیا ده د افغانستان په تړاو نوې تګلاره جوړوي او دې هېواد ته د زرګونه نورو امریکایي سر تېرو  د استولو پر پلان بحث کیږي؛ خو طالب مشر ملا هبت الله آخندزاده  دې پلان ته په خپل لومړني غبرګون کې په ډاګه کړې، چې د امریکا لخوا په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرولو پلان به جګړه نوره هم پراخه کړي او له دې سره نه شي کیدای روانه شخړه حل شي.

طالب مشر ویلي، که تاسې دا فکر کوئ، چې پخپل نظامي حضور او د عسکرو په زیاتوالي به زمونږ حوصلې ماتې کړئ، اشتباه کوئ. تعقل دا دی، چې د واقعیتونو په درک کولو خپلې جنګ غوښتنونکې پاليسۍ ته تغیر ورکړئ.

د طالب مشر په اختریز پیغام کې د روانې شخړې پر سوله ییزې حللارې داسې ټینګار کیږي:

د سولي په مخ کي ترټولو لوی خنډ اشغال دی؛ د اشغال په ختمېدوله سوله ییزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده. د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ییز حل د موندلو دنده سپارلې ده.

طالب مشر ملا هبت الله آخندزاده په داسې حال کې د افغانستان د شخړې پر سوله ییزې حل لارې ټینګار کړی، چې په وروستیو کې دې ډلې د کندهار ولایت د مقام پر میلمستون، پر شاهین قول اردو، پر پوځي مرکزونو او په هلمند کې پر یوه بانک خونړي بریدونه وکړل، چې سلګونه پوځي او ملکي وګړیو ته یې مرګ وژوبله واړوله.

د هېواد یو شمېرسیاسي کارپوهان بیا پر طالبانو نیوکه کوي، چې د جګړو له لارې یې بهرنیو ځواکونو ته د پوځي حضور د دوام زمینه برابره کړې ده.

خبریال: محمد زمان ستانکزي

Trending

Exit mobile version