بلخ @ps
په بلخ کې د نوروز دودیزې میلې د امنیت ساتنې لپاره ۶۰۰۰ سرتېري دنده تر سره کوي
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر څرګنده کړې؛ د نوروز جشن لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او له خلکو غواړي، چې په ډاډه زړه په دې دودیزه میله کې برخه واخلي او د وسلو له ګرځولو دې ډډه وکړي.
د شپږ نوییم کال د پیل او نوروز د میلې لپاره په بلخ ولایت کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د بلخ امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي، چې د نوروز د امنیت ټینګښت ته شپږ زره پولیس، اردو او نورامنیتي سرتېري پر دنده ګومارل شوي دي.
نوموړي زیاتوي، په ښار کې یې د ننه او د لویې لارې امنیت ساتنې ته پاملرنه راګرځولې، چې میلمانه په آرامۍ وکولی شي سفر وکړي او په اړوند مراسمو کې برخه واخلي.
هغه په ډاګه کړې، چې د امنیت ټینګولو په لړ کې یې له ښاره دوه سوه بې اسنادو موتر راټول کړي او هیچا ته به اجازره ورنکړي، چې ښار ته له وسلې سره ننوځي.
امنیتي چارواکي د امنیت په ټينګښت کې د خلکو ونډه ډېره مهمه ګڼي او وايي، چې له ناامنه ولایتونو سره په خوا کې هم امنیتي تدابیر زیات شوي، چې له دغو ځایونو څوک د نوروز جشن د ګډوډولو فرصت ونه مومي.