تازه خبرونه

په افغانستان کې د لامبو وهلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جولای اوومه د لامبو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې په لومړي ځل له دې ورځې څخه د څلیریشت لوبغاړیو له خوا د لامبو سیالیو په تر سره کولو نمانځنه وشوه.

د پارالمپیک ملي لوبډلې غړی ۴۰ کلن تکړه ځوان ملک محمد صبر، چې دواړه پښې یې په چاودنه کې  له لاسه ورکړي؛ له ژوندانه ناهیلی نه ښکاري او په ډاګه کوي، چې معلولیت نه شي کولی هغه له بریاو را وګرځوي.

هغه اوس غواړي، چې د لامبو وهلو په نړیوالو پارالمپیک سیالیو کې نورې بریاوې تر لاسه کړي او په دې توګه د خپل هېواد نوم هسک کړي.

د  لامبووهلو ملي فدراسیون رییس سید احسان طاهري وایي، دغه ورځ  لامبو د ژوند او اوبه د ژوند لپاره تر سرلیک لاندې نمانځل کیږي.        

ټاکل شوې د هنګري په مجارستان ښار کې ۱۵ ورځې وروسته د لامبو وهلو نړیوالې سیالي تر سره شي، چې په کې به د ۱۸۰ هېوادونو دوه زره پېنځه سوه لامبو وهونکي ګډون وکړي.

په دې سیالیو کې به دوه افغان لامبو وهونکي هم ګډون ولري.

Trending

Exit mobile version