تازه خبرونه
په خوست کې مزرين لاسي صنعت پاملرنه غواړي
په خوست کې د مزرين لاسي صنعت کاروباریانو ویلي؛ د حکومت له پآملرنې سره مخ شوي نه دي، د سړک پر غاړه خپل لاسي توکي خرڅوي.
د دغو لاسي صنایعو جوړونکي او پلورونکي وايي، د خوست په غرنیو سیمو کې د مزري په نوم له یوه بوټي څخه، ځایي خلک د کورنیو د اړتیا وړ بېلابېل توکي، رسۍ، پوزي، ټوکرۍ یا شکرۍ، د هندارې چوکات او نور توکي جوړوي.
دوی زیاتوي، که حکومت د دوی لاسي صنایعو ته نندارتونونه جوړ کړي او دغه راز ځانګړی مارکیت ولري؛ نو کاروبار به یې ښه او ترڅنګ به یې دولت ته هم عاید په لاس ورغلې وي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد امین شاه الفت وایي، د لاسي صنعت د ودې لپاره نندارتونونه جوړ شوي او له نورو اړوند ادارو سره به په ګډه کار وشي، چې لاسي صنعت مو وده او پراختیا و کړي.
د خوست سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې او د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د خوست د مرکز د لنډرو او صدقو په سیمه کې د مزري له بوټي څخه دغه لاسي صنایع جوړیږي، چې خلک یی ډېر خوښوي.
خبریال: فریدالله ظاهر