تازه خبرونه

په خوست کې وخت تېري درمل، خوراکي توکي او الکولي مشروبات وسوځول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست والي وایي، د خوست ولایت له اړوند سیمو تر لاسه شوي ۶ ټنه وخت تېري درمل، خوراکي توکي او ۹۰۰ لیتره الکولي مشروبات وسوځول شول.

د خوست والي حکم خان  حبیبي وایي، په تر لاسه شویو وخت تېرو توکو کې ۶ ټنه وخت تېر درمل او خوراکي توکي دي، چې روغتیا ریاست ترلاسه کړي او۹۰۰ لیتره مشروبات دي، چې ملي امنیت ترلاسه کړي وه.

د خوست عامې روغتیا رییس داکترحبیب شاه انصاري وایي، په ښار کې به د وخت تېرو توکو د راټولو لپاره خپل هڅې نورې هم چټکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي په ښار کې په پراخه کچه وخت تېر توکي پلورل کیږي؛ خو مخنیوي یې نه دی شوی.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version