تازه خبرونه
په افغانستان کې ملګري ملتونه له ملکي تلفاتو اندېښمن شوي
د افغانستان د پېچلې جګړې دروند پیټي د ولسي افغانانو پر اوږه پروت دی؛ خو د ملګرو ملتونو د تازه رپوت په لړ کې ویل شوي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یو زر و شپږ سوه دوه شپیته ولسي وګړي وژل شوي او درې زره شپږ سوه نور ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادا میچی یاماموتووایي، روانه جګړه په افغانستان کې د خلکو ژوند اخلي او خلک یې له رنځ او کړاو سره مخ کړي دي. دغه جګړه باید ژر تر ژره پای ومومي.
ملګري ملتونه د دغې مرګ و ژوبلې ډېره برخه پر وسلوالو طالبانو او داعش جګړه مارو ور اچوي، چې اووه شپیته په سلو کې یې په ځانمرګو بریدونو، په سړکونو د ماینونو د چاودنو او نورو بریدونو کې خلکو ته اوښتې ده.
په راپور کې طالبان د خلکو د ۴۳ سلنې وژنې مسوول او داعش د ۵ سلنې هغه ګڼل شوي دي.
ویل کیږي؛ په وژل شويو او ټپیانو کې د ماشومانو شمېر ډېر دی.
د رپوت له مخې څلور سوه شپږ دېرش ماشومان وژل شوي او څوارلس سوه یو څلوېښت ټپیان شوي، چې د تېر کال په پرتله یو فیصد لوړوالی ښيي.
کلیپ: د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند محمد بلال صدیقي دغه شمې د بشري حقونو لپاره دردوونکي بولي او وایي، چې ښکېلې خواوې باید د ملکي وګړیو په ژغورنه کې ډېره هڅه وکړي.
د یوناما په رپوټ کې راغلي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله د پام وړ کمه شوې ده.
د یوناما په رپوټ کې راغلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې سوه اووه ویشت ولسي وګړي وژل شوي او ۶۱۸ ټپیان دي، چې د تېر کال د همدې مودې د تلفاتو په پرتله یو ویشت په سلو کې کمی ښيي.
یوناما وايي، چې په هوايي بریدونو کې بیا د ولسي وګړیو د تلفاتو فیصدي دري څلوېښت په سلو کې زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو رپوټ کاږي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پېنځه نوي ولسي وګړي وژل شوي او یو سل و اووه دېرش ټپیان دي.
دغه مرګ ژوبله تر ډيره د وسلوالو مخالفینو په ځانمرګو بریدونو او د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې رامنځته شوې ده.