تازه خبرونه

په افغانستان کې د اعدام حکم پرعمري بند اوښتی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د عدلیې وزارت وایي؛ د اعدام حکم د افغانستان د نوي جزایي کود له مخې په عمري بند اوښتی، چې له شل کلونو څخه دېرش کلونو ته زیات شوی او په دې توګه د اعدام حکم محدود شو.

له ۴۱ کلونو وروسته په افغانستان کې د جزا د نوي قانون مسوده له څلورو کلونو او شپږ میاشتو وروسته په دوه ټوکو کې عدلیې وزارت ته وسپارل شوه.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر وایي، د افغانستان په جزایي کوډ کې ماشومانو ته، چې له قانون خبر نه دي، اعدام او حبس په پام کې نه دی نیول شوی؛ خو د فساد په برخه کې بډې ورکوونکی او بډې اخیستونکی دواړه په سزا رسیږي.

د نوموړي په وینا؛ د سایبري قانون حکم هم صادر شوی او بچه بازي جرم بلل شوی دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې حد اقل حبس له ۲۴ ساعتونو څخه شپږ میاشتو ته زیات شوی، د اختلاس حکم او خیالي پروژې هم په پام کې نیول شوي دي.

د جزا دغه کود د ځینو حقوق پوهانو په ان ګټور بلل شوی دی.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وایي، د ۱۳۵۵ل کال د جزا قانون نیمګړی و او پر عمري بند محکومین  به هم اعدامیدل.

د نوموړي پر اند اوسني بدلون د اعدام حکم پر عمري حبس واړاوه، چې دا یو ښه کار دی.  

د افغانستان د جزا نوی قانون په ۹۴۰ مادو، ۱۱۸ څپرکو، شپاړس بابه کې د غویي پر ۲۵ خپور شو، چې کابینې تصویب کړاو پارلمان ته یې ولیږه.

Trending

Exit mobile version