بلخ @ps
په بګرام ولسوالۍ کې یو کس د جعلي اسنادو د جوړولو پر تور نیول شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت ریاست په بګرام ولسوالۍ کې یو کس د جعلي اسنادو د جوړولو پر تور نیولی دی.
د ملي امنیت منسوبینو د خپلو اوپراتیفي هڅو په لړ کې تېره ورځ د بګرام ولسوالۍ اوسیدونکی عوض آقا ، چې د غلام مصطفی زوی دی؛ یو شمېر کسانو ته یې د وسلو د لیږد لپاره د جعلي کارت او جواز د جوړولو پرتور نیولی دی.
نوموړی د ولسوالۍ په بازار او اړوند سیمو کې له عکاسۍ او کمپیوتري پروګرامونو څخه په ګټه اخیستنه یو شمېر خلکو ته د وسلو ګرزولو لپاره جعلي کارتونه جوړول.
له نوموړي څخه د جعلي کارتونو او د وسلو ګرزولو جوازونه تر لاسه شوي هم دي.
د پروان ولایت د ملي امنیت ریاست د مسوولینو په وینا؛ تورن د دغه ریاست په بند کې اوسیږي او د پلټنو په بهیر کې یې خبل جرم منلی دی. د ده دوسیه د نورو پلټنو لپاره تر کار لاندې ده.