تازه خبرونه

په جلال آباد کې د ختیځو ولایتونو استازیو ختیځ اتحاد اعلان کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په جلال آباد کې د ولسي جرګه د ختیځو ولایتونو یو شمېر استازیو، د زرګونه کسانو په یوه غونډه کې د ختیځ اتحاد او د دې اتحاد لویې غوښتنې( امنیت، د غصب مخنیوی او د داعش ختمیدل) اعلان کړي.

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر وویل: له حکومت څخه یې لویه غوښتنه له طالب سره سوله او د داعش ختمیدل دي.

یو شمېرنور بیا په ختیځ او په ځانګړۍ ډول ننګرهار کې د ځمکو له غصب، ناامنیو، فساد او بې عدالتۍ څخه اندېښنه څرګندوي او په دې هرڅه کې حکومت ګرم بولي.

دوی د رغنیزو پروژو او سولې غوښتنه کوي.

د ولسی جرګې غړی حضرت علي وايي، حکومت دومره غافله دی، چې په ښکاره په لویو لارو په ځانګړي توګه د ننګرهار – کابل پر لویه لار پیسې اخیستل کیږي.

د ولسي جرګې غړی سید اکرام وایي، حکومت باید د ځمکو د غاصبینو په وړاندې ګړندي ګامونه پورته کړي. 

د اجرائیه ریاست سلاکار امان خیری پر همدې ولسي استازیو سختې نیوکې وکړې او په ډاګه یې کړه، چې،  په ناامنیو، فساد، بې عدالیتو، ناسمو ګمارنو او د ځمکو په غصب کې تاسې وکیلان ښکېل ياست او د اصلاحاتو مخه نیسئ.

قومي مشر ملک دلاورجنت خیل څرګنده کړې، چې تاسې وکیلان په ټولو ناخوالو کې لاس لرئ. ښار ته په راننوتو زمونږ موترې لس ځایه پلټل کیږي؛ خو تاسې په بشپړ ډاډ ښار ته راننوځئ.

د دې ائتلاف او اتحاد مسوولینو وویل، چې، د ټولیدو موخه یې د نظام تخریب نه، بلکې د حکومت غښتلتیا ده. دوی په ختیځ کې د سرتېرو د تشکیل زیاتیدل، پوهنې ته پاملرنه، د بندونو جوړول او پرڅوکیو د سمو کسانو د ګمارلو غوښتنې هم وکړې.

که څه هم په ښکاره د دې غونډې موخه یوالی اود سیمې ثبات ښودل شوی؛ خو ډېر خلک فکر کوي، چې دا ټولیدنه پر ولسمشر د ناسمو غوښتنو د منلو لپاره وه، چې  باید ورته تسلیم نه شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version