بلخ @ps

په بلخ کې وسلوالو مخالفینو یو پل پر بمونو الوځولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو مخالفینو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې یو ستر پل پر بمونو الوځولی او په دې توګه یې د څو ولسوالیو نښلیدونکې لار تړلې ده.

چهاربولک او چمتال د بلخ دوه هغه ولسوالۍ دي، چې تر اوسه په کې د وسلوالو د ځپلو لپاره ډېرعملیات تر سره شوي؛ خو ویل کیږي، چې ګواښونه او پای ته نه دي رسیدلي.

د بلخ پولیسو ویاند شېرجان درانی وایي، چې په چهاربولک او چمتال کې امنیتي ګواښونه ډېر شوي؛ خو ډېر ژر به د وسلوالو مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات پیل شي.

وسلوالو مخالفینو د چهارشنبې په ورځ د چهار بولک ولسوالۍ په بیست پیکال سیمه کې یو پل، چې څو ولسوالۍ یې نښلوي، پر بمونو والوځاوه.

پولیس زیاتوي، د ماین چاودنې په یوه پېښه کې، چې چهاربولک کې وشوه، دوه ملکي وګړي هم ووژل شول.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ لیرې پرتې سیمې له تېرو درې کلونو راهیسې له امنیتي ګواښونو سره مخ شوي او دې کار ان په مرکز کې خلک اندېښمن کړي دي.

Trending

Exit mobile version