بلخ @ps

په جوزجان ولایت کې د داعش عمومي مسوول ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیمه ییز مسوولین وایي، انصار په قوش تیپه په ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

له یوې مودې را په دیخوا طالبان او داعشیان په مخالفت کې دي او دا څویم ځل دی، چې دغه ډلې په درزاب او قوش تیپه ولسوالۍ کې ښکېل شوي دي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري وایي، د جمعې په مازیګر داعشیان او طالبان د قوش تیپې ولسوالۍ د عربانو په کلي کې ونښتل، چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شول.

په وژل شویو کې دوه طالبان هم شته.

نوموړی زیاتوي، د دواړو لوریو تر منځ اوس جګړه پای ته رسیدلې او وضعیت عادي شوی؛ خو دا له امکانه لیرې نه ده، چې دغه ډلې بیا سره ښکېل شي.

یوه میاشت مخکې داعشیانو د طالبانو یوه پېنځه کسیزه ډله د درزاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې نیولې وه، چې وروسته یې دغه کسان ووژل.

Trending

Exit mobile version