تازه خبرونه

په افغانستان کې بشپړ پارلماني نظام سیاسي بې ثباتۍ رامنځته کوي- سرور دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوه یم مرستیال وايي، چې بشپړ پارلماني نظام په هېواد کې سیاسي بې ثباتۍ ته لار پرانیزي او واګې به حزبي، قومي او ډله ییز رنګ خپل کړي.

د افغانستان د قضا او اجرائيه قوې په اړه د افغانستان څېړنې او پلټنې ادارې لخوا د دوه څېړنو د پایلو د اعلان پر مهال د ولسمشر دوه یم مرستیال د پارلماني نظام پلویان ناهیلي کړل. ده وویل، چې بشپړ پارلماني نظام په افغانستان کې د پلي کیدو وړ نه دی.

سرور دانش دا هم په ډاګه کړې، چې په اوسنيو شرایطو کې به د بشپړ فدرالي نظام د پلي کیدو په اړه له هیچا سره تفاهم ونه شي.

دی زیاتوي، چې په کار ده ځينې واکونه ولایتي شوراګانو ته وسپارل شي؛ مونږ نشو کولی د ولسوالیو ، کلیو او ښاروالیو ځانګړیو شوراګانو ته لګښت برابر کړو.

دانش وايي، چې په اوسني نظام کې د لومړي وزارت لپاره ځای نشته او د ده په ټکو هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې اساسي قانون تعدیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي وحدت حکومت د تفاهم لیک له مخې دا حکومت اړ دی، چې د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړي او د لومړي وزارت د څوکۍ د را منځته کولو په اړه د هغوی رایه تر لاسه کړي.

Trending

Exit mobile version