تازه خبرونه

په افغانستان کې دې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي- بریکس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د بریکس غونډې رهبرانو په چین کې خپله نهمه غونډه وکړه. د چین، روسیې، برازیل او سویلي افریقا ولسمشرانو او د هند لومړي وزیر په دې غونډه کې ګډون کړی او په افغانستان کې یې د وسلوالو طالبانو، داعش او حقاني شبکې پر وروستیو خونړیو بریدونو اندېښنه ښودلې ده.

په چین کې د نوي راټوکیدلي اقتصادي ځواک سرمشریزه د روسیې، چین، هند، برازیل او جنوبي افریقا د مشرانو پر ګډون؛ د چین په جنوب شرقي ښار ژیامن کې د دغه هېواد د ولسمشر لخوا پرانستل شوه.

دوی د غونډې په لړ کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د سولې او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاریو ته تیار دي.

دوی په ډاګه کړې، چې مونږ له افغانانو ملاتړ کوو او له هغوی سره د سولې، نشه يي توکو د مخینوي او له ترهګرې سره د مبارزې په برخو  کې همکاریو ته تیار یو. مونږ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو، داعش، حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو پر فعالیت اندېښمن یو.

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ وایي، مونږ د بریکس غړي هېوادونه په نړۍ کې د سولې او نړیوال نظم لپاره ژمن یو.

آلمان هم له دې تګلارې ملاتړ څرګند کړ.

د آلمان لومړۍ وزیره  انگلا میرکل ویلي، زه ډېره خوښه یم، چې امریکا په افغانستان کې خپل شتون وغځاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره په نوې تګلاره کې پاکستان د ترهګرو ځاله نومولې او په وړاندې به یې غلی هم نه پاتې کیږي.

د بریکس په غړیو هېوادونو کې د نړۍ نږدې نیم نفوس اوسیږي او د نړۍ اته ویشت په سلو کې اقتصادي چارې په همدې هیوادونو کې رواني دي.

د یادونې وړ ده، چې نن دوشنبه (د سپټمبر ۴مه) به د امریکا، برتانیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ارزونې په پار ناسته وکړي.

Trending

Exit mobile version