تازه خبرونه
له افغان دولت سره دې مرستې مشروطې شي، چې د دیورند کرښه په رسمیت وپیژني- شرمن
د امریکا د استازیو مجلس یو غړی وایي؛ د امریکا دولت باید له افغانستان سره مرستې په دې مشروطې کړي، چې افغان دولت د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني.
د افغانستان او پاکستان لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د مالي بودجې د غوښتنې لپاره د امریکا یو دموکرات سناتور وایي، چې واشنګتن باید له افغانستان سره مرستې په دې وتړي، چې افغان دولت د دیورند کرښه په رسمیت وپېژني.
د امریکا د استازیو مجلس مالي کمیتې غړی براد شرمن ویلي، چې دیورند کرښه د افغان حکومت لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او مونږ باید خپلې مرستې د افغان دولت لخوا د دې کرښې له په رسمیت پېژندلو سره غوټه کړو.
دې ناستې ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دفتر سرپرسته هم د معلوماتو لپاره غوښتل شوې وه. د دې امریکایی وکیل استدلال دا دی: ترهغې، چې دغه دوه زره څلور دیرش کیلو متره کرښه افغان دولت په رسمیت ونه پېژني، نه شو کولی د طالبانو د کنترول لپاره د پاکستان مرستې جلب کړو.
د افغان دولت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دفتر سرپرستې د افغانستان په ثبات کې د رغنده اقتصادي پانګونې غوښتنه وکړه.