تازه خبرونه

په افغانستان او عراق کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک رد شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا مشرانو جرګې په افغانستان او عراق کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک رد کړ.

د امریکا کانګریس شپاړس کاله مخکې د امریکا پوځ ته په افغانستان کې د جګړې جواز ورکړ؛ خو د دغې جګړې د اوږدیدو له کبله د مشرانو جرګې غړي رند پاول د دغه پرېکړه لیک د تعدیل، لغوې او د جګړې پای ته رسولو وړاندیز وکړ؛ خو د سناتورانو له مخالفت سره مخ، وړاندیز یې رد شو او امریکا به په افغانستان او عراق کې خپلو جګړو ته دوام ورکوي.

امریکايي سناتور رند پاول وایي،  مونږ د امریکا په تاریخ کې په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېل یو. دغې جګړې نور خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. که زما وړاندیز و منل شي؛ نو د جګړې د واک په اړه پخوانۍ پرېکړې به پای ومومي. که زما دا وړاندیز ونه منل شي؛ نو د افغانستان جګړه به د تل لپاره روانه وي.

پاول پوښتي، چې امریکا پر سل زره سرتېرو د افغانستان جګړه ونه ګټله؛ نو څنګه به شونې شي، چې درې زره اضافي سرتېري دغه جګړه وګټي.

د امریکا د کانګرس د پوځي جرګه ګې ريیس جان مک کین بیا وايي، که د جګړې پرېکړه لیک لغوه شي؛ سخت دریځي به نور هم زړور شي.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي کمیتي مشر جک رید وایي، که مونږ وړاندیز ومنو؛ نو دښمنان به مو ګټه وکړي او ملګري به مو سربداله شي. ښه به داوي، چې د دوه زره لومړي او دوه زره دوه یمو کلونو د پرېکړه لیکونو د بدیل لپاره مناظره او ډېرې خبرې وشي.

د پاول وړاندیز په داسې حال کې د مشرانو جرګې شپږ دېرش موافقې او یوشپېته مخالفې رایي تر لاسه کړې، چې د امریکا دفاع وزیر د افغانستان په اړه د ولسمشر ترمپ د ستراتیژۍ د ډېرو برخو له وروستي کیدو خبر ورکوي. دا ستراتیژي به د افغانستان له حالاتو سره سمه پلې کیږي.

خبریال: فهیم نوری

Trending

Exit mobile version