تازه خبرونه
په تېره یوه میاشت کې د جګړې له کبله له۵۰ زره ډېر کسان بیځایه شوي
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي، چې په افغانستان کې د ننه د جګړې له کبله یوازې په اګست میاشت کې یو۵۰ زره ۵۰۰ کسان له پېنځه ولسوالیو، چې ډېر یې د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ دي، بیځایه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، چې تر لاسه شوي معلومات ښيي، چې د فاریاب له غورماچ څخه یو ویشت زره، د بادغیس له بالامرغاب څخه څوارلس زره، د پکتیا له جاني خېلو څخه اووه زره اووه سوه د غور له تیورې څخه درې زره درې سوه او د پکتیکا له ګومل څخه درې زره او پېنځه سوه کسان بیځایه شوي دي.
کلیپ: د بشري حقونو د شبکې رييس نعیم نظري وایي، په روانه جګړه کې ښکېلې ډلې له بشري قوانینو او نورمونو سرغړونه کوي؛ حکومت دې هم د هغو په وړاندې له مصلحتونو ډډه وکړي.
حکومتي څرګندونې بیا ښيي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې په کور د ننه لږ تر لږه پنځوس زره کسان بیځایه شوي، چې شپږ ویشت زره بېرته خپلو مینو ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، چې دوی د جګړې له کبله د ټولو بیځایه شویو کسانو سره د مرستې توان نلري.
د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرآت وایي، مونږ نشو کولي د کډوالو ټولو اړتیاووته لاسرسی ومومو؛ خو کولي شو، چې لږ شمېر یې له مرستو برخمن شي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي، چې په کور د ننه بیځایه شویو لپاره د نړیوالو د ۴۱۴ میلیون دالرو له ژمنې څخه یې یوازې یو سل و پېنځه اویا میلیون تر لاسه کړي، چې د سمې نیمې بودجې له کمي سره مخ يو.
خبریال : باعث حیات