بلخ @ps
په جوزجان کې داعش او طالبانو ته مرګ و ژوله اوښتې
د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې د دواړو لوریو څخه ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوری وايي؛ د شنبې په شپه د دې ولسوالۍ په خانقاه او بیکسر کليو کې د وسلوالو طالبانو او داعش ترمنځ نښته شوې، چې دواړو لوریو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده . هغه زیاتوي، د چقمه چقور کلي په شاوخوا کې یو ډېر شمېر طالبان را ټول شوي او د دواړو لوریو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې جګړه کې یوه اندازه وسله هم داعش ترلاسه کړې ده.
هغه دا هم ویلي، داعش د پېنځه طالبانو مړي هم سوځولي دي.
طالبانو د دې څرګندونو په اړه بی خبري ښودلې ده .
تېره اوونې هم د داعش او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه، چې څلور داعشیان او دوه طالبان وژل شوي وو.
قوش تپه ولسوالې د جوزجان یوه ناامنه ولسوالي ده، چې وسلوالې ډلې په کې وسلوالې هڅې کوي.