بلخ @ps
په بلخ ولایت کې د عاشورا مراسم خوندي تر سره شول
د عاشورا مراسم د مزار شریف په بېلا بېلو برخو کې خوندي ترسره او په زرګونه ښځينه او نرینه ویرجنو د محرام الحرام لسمې یا د عاشورا د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه جوماتونو او تکیه خانو ته ولاړل.
سږ کال د ښآر په عمومي ځآیونو او سړکونو کې د ویر ځایونه ځانګړي شوي وه. سره له دې، چې امنیتي ګواښونه هم موجود دي؛ خو سږ کال هم د محرم الحرام پر لسمه زرګونه خلک سړکونو ته ووتل او دغه مراسم په شانداره توګه په بېلا بېلو برخو کې ونمانځل شول.
د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري د دغو مراسمو له ترسره کیدو وړاندې خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې د عاشورا د مراسمو د نمانځلو لپاره کافي سرتېري پر دندو ګمارل شوي دي.
په روضې مبارکه کې هم دغه مراسم ونمانځل شول، چې د ویناوالو خبرې په داعش ډلې ورټولې وې. دوی د دغې ډلې لخوا د سلګونه بیګناه انسانانو پر وژل کیدو اندېښنه ښیي او د افغانستان قومونه او پرګڼۍ یووالي ته رابولي.
د عاشورا د مراسمو د ترسره کیدو لپاره امنیتي تدابیر له څو ورځو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي وه.
نن ټوله ورځ سړکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي وه او یو شمېر خلکو بانکونو ته په زرګونه لیتره وینه ورکړه.