بلخ @ps

له بلخ څخه هند ته الوتنې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوایي ډګره هند ته الوتنې پیل شوې.

په بلخ کې چارواکو او خلکو له څو کلونو را په دیخوا تمه درلوده، چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوایي ډګره هند ته الوتنې پيل شي.

 د دغه هوایي ډګر رییس محمد آصف وايي، لومړنۍ الوتنه د دوشنبې په ورځ( د تلې ۱۰) پيل او وروسته به خلک وکولی شي په ټیټه کرایه له مزارشریف څخه هند ته سفر وکړي.

په مزارشریف کې د هند سرقنسل منجیش ګروفر د سوداګریزې راکړې ورکړې او شمال د اقتصادي ودې په موخه هند ته الوتنې مهمې ګڼي او وايي، چې ډېرو خلکو دا غوښتنه درلوده.

نوموړی زیاتوي، مخکې هند ته د افغانستان الوتنې د کابل ـ دیلي او کندهارـ دیلي له لارې کیدلې. اوس د مزارـ دیلي الوتنې پیل شوې او په راتلونکې کې به د هرات ـ دیلي الوتنې هم پیل شي.

د مزارـ دیلي الوتنې د شمال د سوداګرو له پاره اغېزناکې دي او له دې لارې به د وارداتو او صادراتو کچه لوړه شي.

د مولانا جلال الدین محمد بلخی د هوایي ډګر رییس ارکان عبدالعزیز اخي زاده د امنیت له ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي، د دغه نړیوال هوایي ډګر نوی ترمینل د آلمان له خوا په ۵۹ میلیون یورو جوړ شوی دی.

د مولانا جلال الدین محمد بلخی د هوایی ډګر رییس ارکان عبدالعزیز اخي زاده د امنیت له ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي، د دغه نړیوال هوایي ډګر نوی ترمینل د آلمان له خوا په ۵۹ میلیون یورو جوړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version