تازه خبرونه

په خوست کې د کرنۍ او وترنرۍ انستیتیوت نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کې د ۴۲ میلیون افغانیو پر مالي لګښت د کرنۍ او وترنرۍ انستیتیوت ته نوې جوړه شوې وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د مسؤلینو په وینا؛ دا ودانۍ دوه پوړه لري، چې مالي لګښت یې آلمان هېواد ورکړی دی.

د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، پر دې ودانۍ د آلمان له لوري ۴۲ میلیون افغانۍ لګښت شوی، چې په دوه پوړونو کې ۲۰ اداري او تدریسي خونې لري او په یوه وخت څه باندې شپږ سوه زدکوونکي ځایولی شي.

د خوست د پوهنې مسوولین وایي، دغه انستیتوت د تېرو څو کلونو راهیسې په یوه کرایي کور کې فعالیت کاوه او محصلینو د زدکړو لپاره مناسب چاپېریال نه درلود.

د خوست د کرنې محصلین وایي، دلته به یې له یوې خوا د درسي خونو تشه ډکه شي او بل به د عملي کار زمینه ورته برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي؛ په خوست ولایت کې یو شمېر نورې مسلکي لیسې او انستیتیوتونه هم خپلې ودانۍ نه لري او په نامناسب چاپېریال کې زدکوونکي زدکړې کوي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version