تازه خبرونه
په تېرو درې کلونو کې ۵۳ سلنه عواید زیات شوي
د ماليې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو درې کلونو کې ۵۳ سلنه عواید زیات شويدي.
ماليې وزیر اکلیل حکیمي وایي، د عایداتو ستره برخه له ګمرکاتو او کوچنیو مالیاتو څخه ترلاسه شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ملي وحدت حکومت له پیله ملیات ډېر شوي، د حکومت په لومړي کال کې مو مالیات ۹۹ میلیارد افغانیو ته رسیدل؛ خو اوس ۱۵۳ میلیارد افغانانیو ته لوړ شوي دي.
کارپوهان وایي؛ پر بېوزلو او بیکارو خلکو، چې د هرې ورځې پر تېریدو یې شمېر ډېریږي؛ د مالیاتو وضع کول زیانمنونکې ده.
اقتصادي کارپوه احمد ضیا ضیا وایي؛ له مالیاتو او ګمرکونو عواید ډېر شوي، چې د عایداتو لوړیدل حکومت ته ګټور دي؛ خو د خلکو پر اقتصاد او د ټولنیز عدالت پر خوندیتوب بیا بل رار اغېز لري.
بې کارۍ او د مالیاتو لوړیدلو هېوادوالو ته اندېښنې راپیدا کړي دي.
هېوادوال احمد صمیم وایي، د مالیاتو له لوړیدو سره د بېلابېلو توکو بیې لوړې شوي او کار هم نشته دی.
هېوادوال غلام رباني بیا وایي، چې دولت دې د عایداتو د لوړولو پر ځای زمونږ په اړه فکر وکړي؛ ځکه مونږ د مالیاتو د ورکولو وس نلرو او بیې هم لوړې شوې دي.
ملي وحدت حکومت د خپل کار له پیله عواید لوړ کړل؛ خو اقتصادي کارپوهان او خلک د پیسو په راټولولو کې د حکومت پر کړنلارې نیوکې کوي او وایي، پر بېوزله خلکو د مالیاتو وضع کولو پرځای دې پر سترو اقتصادي پلانونو لکه کانونو او نورو تولیدي برخو فکر وکړي.
خبریاله: سمیرا ظفري