تازه خبرونه

په خوست کې د پولیسو روزنیز مرکز څخه ۶۰ سرتېري فارغ شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست امنیه قومندان وایي، د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شوي ۶۰ پولیس به په بېلابېلو ولسوالیو کې پر دندو وګمارل شي.

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، دا د سرتېرو اتلسمه دوره ده، چې له دوه میاشتنیو زدکړو فارغیږي. په تېرو دورو کې۱۴۵۰ سرتېري د خوست د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شوي دي.

فارغ شوي پولیس سرتېری وایي،  ښې نظامي زدکړې مو ولیدلې؛ د پلټنو پرمهال به له خلکو سره ښه چلند کوو او دغه راز  مو، چې  په وجود کې یو څاڅکی وینه هم بهیږي؛ له وطن به ساتنه او دفاع کوو.

دا وروستۍ ډله پولیس سرتېرې دي، چې له نظامي زدکړو فارغیږي. نور د خوست دغه روزنیز مرکز هم وتړل شو او له دې وروسته به نوې جذب شوې پولیس په پکتیا کې نظامي زدکړې ترسره کوي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version