تازه خبرونه
په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو عامل پاکستان دی-غني
د افغانستان ولسمشر تېره ورځ د دیلي په یوه څېړنیز مرکز کې د وینا پر مهال د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره د پاکستان رول د اندېښنې وړ وباله او زیاته کړې یې ده، چې له اسلام آباد سره د سولې لپاره د کابل هڅو نیتجه نه ده ورکړې؛ بلکې دغه هڅې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي سبب شوي دي.
ولسمشر اشرف غني دا هم په ډاګه کړې، چې له اسلام آباد سره د افغانستان د سولې نوښت تر اوسه بې پایلې پاتې شوی دی.
د هغه په وینا؛ په کوم ځای کې، چې و مو نه کړای شول پرمختګ وکړو، خبرې مو وکړې. ولیدل شول ، چې له پیچلتیاوو سره مخ شوو. مونږ د سولې لپاره لاس اوږد کړ؛ خو له بده مرغه تاوتریخوالی او د ناامنیو زیاتوالی مو ولید.
له پاکستان سره د اقتصادي ستونزو اوږدیدل د ولسمشر د خبرو بله برخه وه او دا یې څرګنده کړي، چې اوس ډېرې دروازې د افغانستان پر مخ پرانیستل شوې دي.
په تېرو کې د افغانستان ترانزیت په بشپړ ډول په نامطلوب حالت کې و؛ خو اوس مونږ له هند سره هوایی دهلیز لرو، چې په دې برخه کې د پرمختګ سبب کیږي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کړي، چې په پاکستان کې د امریکا فشارونه ډېرشوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په اسلام آباد کې له خپل امریکایی سیال ریکس تیلرسن سره له کتنې وروسته ویلي، چې د افغانستان د قضیې په تړاو د امریکا او پاکستان ترمنځ بې باوري زیاته شوې ده.