تازه خبرونه
په افغانستان کې تر ۴۵ سلنه پورې نفوس له لوږې سره مخ دی
د لوږې د له منځه وړلو ځانګړې کمیتې په خپل کلني راپور کی په ډاګه کړې، چې د افغانستان له ۳۵ څخه تر ۴۵ سلنه نفوس د لوږې له ګواښ سره مخ دی.
د امین ارسلا تر مشری لاندی په هېواد کی له لوږې سره د مبارزی د کمیتې لخوا په چمتو شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان نږدې څلوېښت سلنه نفوس د لوږې له ګواښ سره مخ دی.
د ولږی د له منځه وړلو د ځانګړې کمیتې مشر امین ارسلا وایي، مونږ په دغه راپور کې اووه لس لومړیتوبونه دولت او نړیوالی ټولنې ته وړاندې کړي، چی تر ۲۰۳۰ کال پوری به تر یوه بریده د لوږې د له منځه وړلو سبب شي.
نوموړی زیاتوي، په تېر یوه کال کې یې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له بېلابېلو خلکو سره د مرکو پر بنسټ دغه راپور برابر کړی دی.
د کرنې وزارت د کرنیز سکتور پیاوړتیا د لوږې د له منځه وړلو اصلي سرچینه بولي.
د کرنی او مالداری وزارت سرپرست نصیر احمد درانی وایي؛ تر هغې، چی د هېواد پر کرنیز سکتور پانګونه او د کورنیو محصولاتو ګټه پورته کول ډاډمن نه شي د لوږې د ستونزې له حل سره مبارزه ناشونې ده.
نوموړی زیاتوي، خصوصي سکتور او سوداګر باید د کورنیو محصولاتو او تولیداتو په سوداکرۍ کې همکاري زیاته کړي، چې د بزګرو او کرنیز سکتور د پراخیتیا لامل شي.
د یادونی وړ ده، چې د تېرو څو کلنو په پرتله په هېواد کې د لوږې د پراختیا لړی څه نا څه را ټیټه شوې؛ خو بیا هم د اندېښنی وړ ده. په ۲۰۰۴ کال کی د هېواد یو شپېته سلنه، په ۲۰۱۳ کی یو څلویښت سلنه او په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا څلوېښت سلنه ښودل شوې ده.