سیمه ییز خبرونه

په خوست کې د خلکو دعوې قومي جرګې او سپین ږیري حلوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کې دودیزې جرګې د خلکو ستونزې حلوي او ترڅنګ یې یو شمېر سپین ږیري د ملکانو او مشرانو په نومونو په هوتلونو کې ناست او هلې ځلې کوي، چې د پیسو په بدل کې د خلکو د دعوو په حل کې منځګړیتوب وکړي.

خلک نیوکه کوي، چې دا ملکان سم عدالت نه کوي او د پیسو پر زور پرېکړې کوي، چې د ستونزو د حل پرځای د ښکېلو خواوو ترمنځ د ستوونزو د ډېریدو لامل کیږي.

ویل کیږي، چې په خوست کې د خلکو حقوقي دعوو ته د ملکانو او منځګړیو په نوم دا ناقانونه هڅې داسې حالت هم غوره کوی، چې قضیې له یوې ورځې بلې ته وځنډیږي؛ خو ملک ممیز خان وایي، فیصله د عرف او قومِ د معیارونو او نرخونو له مخې کوو او پیسې په خپله خوښه  د قضیې دواړو لوري راکوي.

د خوست استنیاف څارنوالۍ رییس رحیم الله رامح وایي، د عدالت غوښتنې په نوم دغه هڅې او هلې ځلې په قانوني لحاظ ناقانونه نه دي؛ خو زیاتوي، چې قومي جرګې، مرکې او په هوتلونو کې ناست ملکان په  جرمي قضیو کې د لاسوهنې حق نه لري او قانون هم اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په عدلی او قضا یي ارګانونو کې د عدالت په اړه خلک اندېښنې لري او له همدې کبله خپلې قضیې د دولتي بنسټونو پر ځای قومي مشرانو او ملکانو ته وړاندې کوي. دلته بیا حق د پیسو په زور ټاکل کیږي او قضیه هغه  ګټي، چې زیاتې پسې ولګوي، که څه هم نا حقه وي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version