تازه خبرونه

په زندانونو کې د ښځو جنسي ځورونه کیږي- افضلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان رونټیا څار ادارې په راپور کې راغلي، چې د څرخي پله، بغلان او میدان وردګو د زندانونو حالت څېړل شوی او په ډاګه کوي، چې زندانونه د ربړونې او د بشري حقونو د سرغړاوي پر مرکزونو اوښتي او د زندانونو روغتیایي برخې ته پام نه کیږي. ودانۍ یې پر معیار برابرې نه دي او د بندیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ خو هغه څه، چې په دې راپورکې یاد شوي او ډېر ټینګار پرې شوی، په زندانونو کې له ښځو جنسي ګټه ده.

د افغانستان د روڼتیا څار رییس سید اکرام افضلي د زندانونو حالت له ناورین ډک بولي او وایي، له زندانونه اوس د ځورونې مرکزونه جوړ شوي، چې باید د اصلاح مرکزونه شي. دغه راز مخدره توکي په کې پلورل کیږي او ان پر مبایل او ګرځندوي خبرې یو شمېر کسانو ته د ګټې وټې سرچینه شوې ده.      

د افغانستان د عدالت موسسې رییسه لیلما ناصري ویلي، چې ډېر کله داسې هم شوي، چې ساتونکي دې کارته زمینه برابروي او له بندي ښځو جنسي ګټه پورته کیږي.           

په دې راپورکې دغه راز راغلي، چې د زندانونو په جوړولو کې میلیونونه دالر بې ځایه لګول شوي او د بندیانو حالت په کې د ناورین تر کچې رسیدلی دی.

کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش دې راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې ستونزې په زندانونو کې شته. مونږ هڅه کوو، چې له بشرحقونو سرغړونې او ستونزې حل کړو.

د دې راپور په بلې برخه کې راغلي، چې ځینې بندیان د زندان دورې له پای ته رسولو وروسته په عدلي او قضایی ادارو کې د پراخ فساد د شتون په دلیل په بند کې دي او که د بندیانو شمېره کمه نه شي، تر ۲۰۱۸ کال پورې به د بندیانو شمېر اتیا زرو ته لوړ شي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version