بلخ @ps

په جوزجان ولایت کې له شپېته ډېر ښوونځي ټړل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په درزاب او قوش تیپه ولسوالیو کې له شپېته ډېر ښوونځي ټړل شوي او دغو ښوونځیو ته د  ۲۲ زره  زدکوونکیو د تلو مخه نیول شوې ده.

د جوزجان د پوهني رییس عبدالحی یشین وايي،  ۲۱ ښوونځي د قوش تیپه او ۴۲ ښوونځي په درزاب ولسواليو کي د دوه ویشت زره زدکوونکیو پر مخ تړلی دي.

ښاغلی یشین له مرکزي حکومت څخه غواړي، چي په دې ولسوالیو کې د مخالفینو د څپلو لپاره عملیات پیل کړي.

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف په دې اړه د اندېښنې له څرګندولو سره وايي، د  درزاب او قوش تيپې په ولسوالیو کی ښوونځي تړل شوي؛ خو هیڅ یو بنسټ تراوسه په دې برخه کی کار ندی کړی.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي دا موضوع تائیدوي او وایي، چي ډېر ژر به په دې ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیل شي.

په جوزجان ولایت کې له ۴۰۰ ډېر ښوونځي شته، چی له ۲۰۰۰۰۰ زدکوونکی په کې زدکړې کوي.

د یادونې وړ ده، چې په درزاب او قوش تیپه ولسوالیو کي اوس نوی ښوونیز کال پیل کیږي .

Trending

Exit mobile version