تازه خبرونه

په خوست کې د سي ریزرف د پروژې له پلي کیدو مخنیوی کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست یو شمېر  اوسیدونکي، چې د ښار په شمال لویدیځه څنډه کې د سي ریزرف پروژې د نمرو د وېش قانوني اسناد هم په لاس کې لري وایي، چې ملي اردو یې د لیکې ایستو مخه نیسي.

دا کسان وایي، اته کاله کیږي، د ولایت مقام او ښاروالۍ له لوري په سي ریزف پروژه کې نمرې ورته توزیع شوې او بانکي اوایزونو په لاس لري، خو د پروژې د پلي کیدو مخنیوی یې کیږي.

دوی وایي، که یې غږ ونه اوریدل شي، اعتراضیه خیمې به ولګوي.

یو شمېر نور اعتراض کوونکي وایي، دوی ته ځمکه او نمرې د وخت د ښار جوړونې وزارت په منظورۍ د والي په امر ښاروالۍ په قانوني توګه وېشلې دي.

د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی مني، چې په دې پروژه کې ۱۲۳ نمرې د وخت والي او ښاروالۍ له لوري وېشل شوې او پیسې یې هم ښاروالۍ ته داخلې کړې دي. نوموړی زیاتوي، د ملي اردو، ښارجوړونې او نور اړوند ادارو د ستوونزو له اوارۍ وروسته به دا پروژه لیکو ایستو ته چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر نورې نمرې هم تېر کال خلکو ته وېشل شوي، خو تر اوسه د بېلابېلو ستوونزو له کیله پلې شوې نه دي.

خبریال: فریدالله ظاهر

 

Trending

Exit mobile version