تازه خبرونه

په افغانستان کې به ۲۰۱۸ کال د مهمو تحولاتو کال وي-غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني وایي، دوه زره اتلسم کال به په افغانستان کې د مهمو تحولاتو کال وي.

ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې د کابل او تاشکند تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ۲۳ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. په دې هوکړه لیکونو کې اقتصادي، سیاسي، علمي او فرهنګي همکارۍ شته دی.

ولسمشر غني، چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې خبرې کولې، له دې هېواده د همکاریو غوښتنه وکړه او ازبک ولسمشر له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو ډا‌ډ ورکړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې ۲۰۱۸ کال به د افغانستان لپاره د مثبتو تحولاتو کال وي؛ خو ستاسو په همکارۍ او له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۲ کال پورې باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ  یوه شبکه رامنځته شي، چې اقتصادي همکارۍ پرې غښتلې او پیاوړې شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف وایي، هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي.

د نوموړي په وینا؛ له افغانستان سره مونږ د یو میلیارد دالرو پر ارزښت په بېلا بېلو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. زمونږ همکاري به په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې دوام ولري او پخپلو ژمنو به ولاړ یو.

د سوداګرۍ خونه وایي، له ازبکستان سره تر اوسه د ترانزیت په برخه کې ستونزې شته، چې تمه ده  تاشکند ته د ولسمشر غني له دې سفر او تازه هوکړه لیکونو سره دغه ستونزه حل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version