تازه خبرونه

په خوست کې یوه لارۍ پرې شوی ځنګل په ۴۰۰۰ کلدارو پلورل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځنګل وهونکي وايي؛ برښنایي ارې لري او دا یې کاروبار دی، چې د څلور زره کلدارو په بدل کې یوه لارۍ ونې پرې کړي.

سره له دې، چې په خوست کې څو ځلې د ځایي ادارې له لوري د ځنګل وهنې د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو د اخیستنې خبرې شوي؛ خو اوس هم په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلونو پرې کول روان دي.

د خوست اوسیدونکي وایي؛ د خوست ځنګلونو ډېره برخه پرې شوې، چې اوس حتا له ریښې ایستل کیږي.

د خوست ولایتي شورا پخوانی غړی سید کریم  خاکسار د ځنګل وهنې په مخنیوی کې حکومت پړ بولي او وایي اوس هم د ځنګلونو پرې کول روان دي او په اړه یې حکومت جدي هڅې نه کوي.

د خوست والي ویاند مبارزمحمد ځدران وایي، ولایتي ادارې ولسوالانو او د ولسواليو امنیه قومندانانو ته دنده سپارلي، چې ځنګل وهوونکي ونیسي.

نوموړی له  یو شمېر سیاسیونو او قومي مشرانو غواړي، چې ولایتي ادارې ته د هغو کسانو په اړه له سپارښتنې ډډه وکړي، چې د ځنګل وهنې په تور لاس په لاس نیول کیږي.

ویل کیږي، څو ځلې په خوست کې یو شمېر کسان له وسایلو او وسایطو سره یو ځای د ځنګلونو د پرې کولو په تور نیول شوې ، خو له مجازاتو پرته بېرته خوشي شوې دي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version