تازه خبرونه
په تېر مالي کال کې د اقتصاد وزارت ۱۶۵ پراختیایي پروژې له پلي کیدو پاتې دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په تېر مالي کال کې د اقتصاد وزارت یو سل و پېنځه شپیته پراختیایي پروژې له پلي کیدو پاتې شوې دي.
د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، ناامنیو، اداري فساد او نمیګړیو اسنادو په تېر مالي کال کې د لسګونه پروژو د عملي کیدو مخه نیولې ده.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، چې په تېر کال کې له ۶۹۳ پروژو څخه یو سل و پېنځه شپیته پروژې نه دي پلې شوي.
نوموړی زیاتوي، چې زیاتره دغه پروژې د طبیعي سرچینو، پوهنې، روغتیا او ټولنیز عدالت په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
اقتصادي کارپوه شبیر بشیري وايي، چې پر ناامنیو سربېره د چارواکو بې کفایتۍ او بې پروایۍ هم د یو شمېر پروژو مخه نیولې ده.
په تېرو څو کلونو کې میلیونونه دالر په بېلا بېلو برخو کې ولګول شول؛ خو د منظمې څارنې د نشتوالي له کبله زیاتره پروژې په ټیټ کیفیت پلې شوې هم دي.
خبریاله : لیدا نیازۍ