تازه خبرونه
په روزګان کې ځينې قومندانان پر طالبانو پوستې پلوري-سرتېري
په روزګان ولایت کې افغان سرتېرو په ډاګه کړې، چې ځينې قومندانان پر وسلوالو طالبانو پوستې پلوري او د دوی پر وینو معامله کوي.
پولیس سرتېري کریم الله ادعا کوي، چې په روزګان کې پېچلې جګړه د دوی پر وینو روانه او قومندانان د دوی او خلکو پر وینو معامله کوي.
په روزګان کې د څلورمې لوا قومندان رحمت شاه قیمتي وايي؛ په امنیتي بنسټونو کې ځينې نفوذي کسان شته، چې له طالبانو سره لاس یو کوي او د دولت له وسلو د دولت پر ضد کار اخلي.
د روزګان امنیه قومندان رحمت الله صدیقي وایي، چې په دغه ولایت کې زیاتره عملیاتي قومندانان قومي مخور دي.
د نوموړي په وینا؛ د جګړې قومندانان هم ځواکمن کسان نه دي او که څوک یې د لیرې کولو هڅه وکړي، نو سمدلاسه پر دولت ضد فعالیتونو لاس پورې کوي.
تیر کال د روزګان په مرکز ترینکوټ کې وسلوالو طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل او داسې راپورونه هم ورکړ شوي وه، چې د عامه نظم قومندان له طالبانو سره معامله کړې او پوځي امکانات یې طالبانو ته وسپارل.
خبریال: باعث حیات