تازه خبرونه

په روزګان کې ټیټ عمره هلکان له وسلوالو طالبانو سره جنګیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په روزګان کې د جګړې په لومړیو کرښو کې ټیټ عمره هلکان له وسلوالو طالبانو سره جنګیږي.

د آریانا نیوز اخیستل شوي انځورونه ښیي؛ هغه هلکان د جګړې په لومړیو کرښو کې شته، چې پر مخ یې ږیره نه ده راغلې.

د ملي اردو سرتېری انعام الله وایي، په ترینکوټ کې ملي اردو او پولیسو د ښار دننه یوه کړۍ جوړه کړې، چې نه پریږدي طالبان ښار ته دننه شي او یا پرې یرغل وکړي. دغه کړۍ یا کمربند، چې د جګړې لومړۍ کرښه هم ده، پر هغو ځوانانو ښکلې شوې، چې  اوس یې هم ږیره پر مخ نشته.

د ښار لویدیځه څنډه تالاني نومیږي، چې له طالبانو سره د ملي اردو واټن شاوخوا یونیم سل متره دی.

د ملي اردو یو بل سرتېری تقدیر الله وایي، دلته جنګیدونکي سرتېري اتلس او نولس کلن تنکي ځوانان دي؛ خو په میاشتو میاشتو له طالبانو سره د جګړې په دې کرښه کې جنګیدلي دي.

په روزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان رحمت  شاه قیمتي تائیدوي، چې د پولیسو په لیکو کې ټیټ عمره هلکان شته؛ خو په خبره یې په پوځ  کې ټیټ عمره هلکان نشته.

په کورنیو چارو وزارت کې بیا مسوولین نه مني، چې په روزګان کې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ټیټ عمره  هلکان شتوالی ولري.

د پوځي قانون له مخې، له اتلس کلونو ټیټ کسان نه شي کولی د دولتي ځواکونو په لیکو کې وجنګیږي؛ خو د روزګان د جګړې تصویر د حکومت دا قاعده ردوي.

خبریالان: باعث حیات، بریالي رحیمي او سمیع جهش

Trending

Exit mobile version