تازه خبرونه

له امریکا سره د ترهګرۍ په وړاندې ګډې مبارزې ته چمتویم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په شمال کې د داعشیانو حضور او فعالیت پوتین اندېښمن کړې او په دې باور دی، چې د داعشیانو ګواښ د هرې ورځې له تېرېدو سره پراخیږي؛ نو اوس یې په افغانستان کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له امریکا سره همکاریو ته چمتوالی څرګند کړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په ډاګه کړې، چې مونږ کولی شو له امریکا سره ګډې هڅې وکړو او دغه هڅې ډېرې ګټورې کیدای هم شي. مونږ د نړیوالو ترهګرو د ګواښونو د پراختیا لیدونکي یو، چې هره ورځ د زیاتیدو په حال کې دي او وینو، چې سخت دریځو ډلو د افغانستان په شمال کې زیاتره سرحدي سیمې نیولي دي.

هغه زیاته کړې، چې په خپل هېواد کې د امنیت د تامین لپاره به هڅې کوي.

په وروستیو کې داسې انځورونه خپاره شوي، چې امریکایي ځواکونه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو تر څنګ په جګړه کې ښکېل ښیي او امریکایي ځواکونو هم ویلي، چې د داعشیانو پرسنګرونو یې هوایي بریدونه درې برابره زیات شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، روسیې مخکې له دې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره غیر واقعي بللې وه او ویلي یې ول، چې دا تګلاره په زور ولاړه ده. په داسې حال کې، چې د امریکایي چارواکو په وینا؛ د امریکا تازه تګلارې د افغانستان په جګړه کې بندون له منځه وړی دی.

Trending

Exit mobile version