سیمه ییز خبرونه

په روزګان کې سرتېري له لوږې او تندې ځوریږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په روزګان کې له وسلوالو طالبانو سره جنګیدونکیو ځواکونو ته په ورځو- ورځو خواړه او اوبه نه رسیږي.

په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو سرتېری کریم الله وایي؛ په ورځو ورځو داسې شوي، چې په لوږه او تنده له طالبانو سره جنګیږو؛ خو د حکومت لخوا هیڅ مرسته نه ده شوې.

د نوموړي په وینا؛ لس یا دولس ورځې کیږي، چې خواړه مو خوړلي نه دي؛ د حکومت مرسته نه رارسیږي او اړتیا ده، چې حکومت مو اکمال کړي.

په چنارتو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتو استازی وایي؛ هغو سرتیرو ته، چې په غرونو کې سنګرونه لري، دوه میاشتې کیږي، چې نه مهمات ور رسیدلي او نه هم غذا او اوبه.

دی زیاتوي؛ هغو په غرونو کې دي، له قراردادیانو به څه خبر شي.

سرتېري او امنیتي ځواکونه باید د ترینکوټ په دولتي بنسټونو کې په اوونیو- اوونیو وخت تېر کړي، چې د اړتیا وړ توکي تر لاسه کړي.

دغه راز سرتېری کریم الله وایي، چې اصلي برخه یې نه ورکول کیږي، د بېلګې په توګه د یوې میاشتې لپاره یوې ولسوالۍ ته زر مرمۍ ورکول کیږي؛ څه، چې له طالبانو سره جګړه کې بسنه نه کوي.

د روزګان د پولیسو قومندان رحمت الله صدیقي دغه خبرې ردوي او وایي، مونږ په ترتیب ۶ ولسوالیو ته اکمالات کوو. له هرو ۱۵ ورځو وروسته ولسوالیو ته اکمالات کیږي.

په رزګان کې د ملي اردو ، پولیسو او ولسي پاڅون کوونکیو سرتېري او ځواکونه د مهماتو له کمي شکایت کوي او وایي، چې په تېرو کې ځینې سیمې د همدې ستونزې له امله سقوط شوې دي.

خبریالان: بریالي رحیمي، باعث حیات او سمیع جهش

Trending

Exit mobile version