بلخ @ps

په بلخ کې چاودنې ۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن له غرمي مخکي ۱۱ بجې د مزارشریف ښار د ۵ حوزې اړوند سیلو ته مخامخ یوه چاودنه رامنځته شوې، چې په کې د فاریاب د لویې لارې افسر غلام سخي قاطع وژل شوی او دوه کسه نور ټپیان دي.

د چاودنې په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، چې په یو موتر کې چاودنه رامنځته شوه؛ خو وروسته له لارې ووت او یو سیمه ییز پلورنځي ته وردننه شو او ورسره دوه یمه چاودنه وشوه.

د دوی په وینا؛ په پېښه کې دوه کسه وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي، په چاودنه کې د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د لویې لار افسر غلام سخي قاطع  وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا؛ دوه میله وسله هم له اړوند موتره تر لاسه شوې ده. 

ویل کیږي، چې کیدی شي چاودنه له ځای پرځای شوي مقناطیسي ماین څخه رامنځته شوې وي.

تراوسه د چاودنې موخه نه ده روښانه شوې او پړه یې هم چا په غاړه نه ده اخیستې.

د روانې میاشت پر لومړۍ ورځ هم د مزارشریف په لویدیځه څنډه کې د مقناطیسي ماین یوه چاودنه شوې وه، چې په کې یو کس وژل شوی و او یو بل ټپي دی.

Trending

Exit mobile version