تازه خبرونه
په جلال آباد کې د وطني تولیداتو او تاریخي آثارو نندارتون جوړ شوی
په جلال آباد کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د ورېښمو لارې د فرهنګي اوونۍ پًه ویاړ د وطني تولیداتو اوتاریخي آثارو فرهنګي نندارتون جوړ شوی، چې موخه یې داخلي تولیداتو ته بازار موندنه او له تاریخي آثارو سره آشنایي ده.
د نندارتون یو مینوال محمد حسن کمالزی وایي، دې فرهنګي نندارتون ته د چارواکو د راتګ له کبله له تېرو دوه ورځو راهیسې د ښار ګڼې لارې تړل شوې دي.
د لاسي صنایعو تولیدوونکې برښنا سلطاني وایي؛ د نندارتون له جوړیدو خوښه ده؛ خو وایي، چې انځورونه او تولیدات سم تنظیم شوي نه دي.
د نوموړې په وینا؛ حکومت دې زمونږ لاسي صنایعو ته د بازار موندنې هڅې وکړي او د خرڅلاو آسانه لار دې ورته ولټول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري وايي، سخت امنیتي تدابېر؛ مجبوریت دی، خو د دغه نندارتون جوړول ډېر ګټوردي.
مسوولین وايي، په دې دوه ورځني نندارتون کې یوازې د ننګرهار تولیدات نندارې ته اېښودل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه نندارتون د لیدلو تلوسه د ننګرهار ټول اوسیدونکي لري؛ خو دلته د آثارو لیدو ته هر څوک په آسانۍ راتلی نشي.
خبریال: رحمت الله زیارمل