تازه خبرونه

په جلال آباد کې صرافانو کار بندیز کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په پلازمېنه جلال آباد کې صرافانو کار بندیز کړی او په ډاګه کوي، چې سراو مال یې له جدي خطر سره مخ دی؛ خو حکومت یې د مخنیوي لپاره لازم اقدم نه کوي.

صرافانو د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته خیمه درولې  او وايي، چې که ارګ یې غږ وانه وري د ښار هټۍ او ګمرګ به هم وتړي.

په جلال آباد کې وروسته له هغې صرافانو کار بندیزوکړ، چې تېره ورځ غلو د صرافۍ  په مارکیټ کې پرصرافانو برید وکړ.

د صرافانو مشر مصفی رحیمي وایي،  صرافان د ولایت مخې ته د احتجاج په ډول راټول شوي او وايي، چې سراو مال یې له جدي خطر سره مخ  شوي دي.

د ننګرهار د اصنافو اتحادیې مشر  اجمل رحماني ویلي، په ننګرهارکې وسلواله غلا، انسان تښتوونه، باج غوښتنه او بډې تر وروستي حده رسیدلي او نه شي کولی، چې نور په دې حالت کې کار وبار وکړي. د صرافانو د څرګندونو له مخې، د حکومت ځینې مسوولین په دې کړنو کې ښکېل دي.

اصناف او سوداګر هم د صرافانو پر ملاتړ پښتونستان واټ ته راوتلي او خبرداری یې ورکړ، چې که ارګ د ننګرهار حالت ته پام ونه کړي، د هټیو، درملتونونو او ګمرک دروازې به هم وتړي او کارو بار به بند کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل صرافان په حقه بولي او وايي، ځینو وکیلانو او زوراکو یې د اصلاحاتو مخه نیولې.

د هغه په وینا؛ د ننګرهار ځينې وکیلان او زورواکي د دولت له امکاناتو د ولس د ځورولو لپاره کار اخلي.

هغه زیاتوي د مرکزي حکومت نه همکارۍ او په سیمه ییزه کچه د مامورینو بې کفایتۍ د دندې پرېښودو ته اړکړی.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار والي ګلاب منګل په لومړي په چاروکې پاتې راتلل ومنل او لامل یې په اداروکې د بې کفایته اومفسدو مامورینو شتون نومولی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version