Connect with us

تازه خبرونه

په خیرخانه کې د سالم یزدیار د ښخولو په مراسمو کې درې چاودنې شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له سیمې څخه د آریانا نیوز خبریال په ډاګه کړې، چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال  محمد علم یزیدیار د زوی سالم ایزدیار د ښخولو په مراسمو کې درې پرلپسې چاودنې رامنځته شوې دي.

د صحت عامې د څرګندونو له مخې په دې برید کې ۶ کسان وژل شوي او د مشرانو جرګې د نایب په ګډون ۸۷ نور ټپیان دي. 

یو شمېر حکومتي چارواکي د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ګډون له پېښې  روغ رمټ وتلي دي. 

د عدلې وزیر او د بهرنیو چارو سرپرست او احمد ضیا مسعود هه هم زیان نه دی رسیدلی.

ټپیان د ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي دي.

ویل کیږي، چې د روغتون مخې ته د ګڼه ګوڼې مخه نیول شوې او دا وېره شته، چې دلته هم چاودنه رامنځته نشي.

د حکومت اجرائیه رییس په ډاګه کړې، چې درې ځانمرګو د جنازې پر مراسمو برید کړی او د تلفاتو بشپړ شمېر ورته معلوم نه دی.  

طالبانو به بېښه کې لاس لرل رد کړی دی.

سالم یزدیار د جمعې په ورځ( د غبرګولي ۱۲) له تاوتریخوالي څخه په ډک لاریون کې وژل شوی و، چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه یې کوله .

Advertisement

تازه خبرونه

ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.

ملا برادر  د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي دوه ورځنۍ غونډې په څنډه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

مجاهد زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د ترکیې ولسمشر د امنیت خوندي کېدا او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي له ولسمشر اردوغان څخه د دغې غونډې له جوړولو د مننې تر څنګ ویلي، افغانستان له ورور هېواد ترکیې سره د ښو او پرمختللیو اړیکو غوښتونکی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي؛ اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان د ترکیې له ولسمشر څخه هیله لري، چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

 ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څرګندونو له خې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنۍ مشورتي غونډه پرون (یکشنبه د غویی درویشتمه) د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وینا پیل شوې او د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت چارسمبالی یې هم ګډونوال دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د اسلامي همکاريو ټولنې د دې ټولنې له غړیو هېوادونو، نورې نړۍ او مرستندويه ټولنو غوښتي، چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې تېره شپه ( د غویی درویشتمه ) څرګنده کړې، چې د سیلابونو غمجنو پایلو د مخنیوي لپاره باید اسلامي ټولنې او له هغې بهر د خطر زنګ ووهل شي.

دغې ټولنې ویلي، چې د بېړني حالت په توګه په خپلو ټولو غړیو هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو او همدا راز له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره ژر تر ژره د ژغورنې مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، چې د زیانمنونکیو کورنیو او ماشومانو مخ پر زیاتېدونکی شمېر به په راتلونکیو ورځو او اوونیو کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړوونکیو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او په تخار کې له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه نده څرګنده شوې؛ خو دا مهال د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته ډېر زیان اوښتی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!